View in Telegram
نقیب الرحمن غني زاده
زما وطن زمایې ژوندزمادسترګوتوریې دسترګوتور دزړه درمانه یاره ستاپه لیدوکې مې دزړه سکون دی زما دلبره طالب جانه یاره . څومره مزلونه دې وهلي یاره نن په کرار یې اوارام یې ګله دهرقدم اجر له خدایه غواړه اوس رسیدلی یې ترلوی منزله پردې وطن کې دې شوه هسکه پګړی خدای دې اباد لره ودانه یاره . دالجهاد په لوی ډګرکې مات شول تاترې ګټلی دی میدان په نره ته په شاه سوی له غلیمه نه یې تا تښتولی دی له هرډګره ته دوطن یې افتخارطالبه دخدای په دین باندې قربانه یاره . ګلاب ځواني عجیبه زلفې ولونه ستا تورې سترګې اونرم خویونه اوس دې کږه پګړی خوندونه کوي پام چې ونکړې پرمظلوم ظلمونه داوطن سیال چې له نړی سره شي مټې دې ونغاړه جانانه یاره . خدایه اباد کړې راته زموږه هیواد زما زړګی زما همدغه وطن زما افغانستان اباد ودان کړې دبلبلانو دغه ښکولی چمن (غني زاده)په مات قلم همیشه تابه ستایې ای قهرمانه یاره
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start