View in Telegram
د اقصی اغزن مزل
یه! تاریخي اندلسه تا ته وایم! علي أنصار هغه وخت چې نړۍ د یوه لوی اسلامي برم درلودونکې وه، د اندلس پر منارونو د اسلام توغ رپېده، په جماتونو کې د حی الفلاح ازانګې وې، په کوڅو کې د بریاو زيري غږېدل او د جنګ په میدانونو کې د جهاد نغارې غږېدې. هغه وخت چې نړۍ اسلامي جلال درلود؛ زمونږ مېړني محمد الفاتح، طارق ابن زیاد، محمد بن باسم، قتیبه بن مسلم او یوسف بن تاشفین وه، هغه وخت د مدیترانې پر ساحلونو د غزا اسونه اوبه کېدل، له هرې نباته مجاهد سپاهي زېږېده، هرې مورکۍ یو او دوه زامن جهاد ته نذرانه کول، د هرې خورکۍ ورور سپاهي و. هغه وخت چې نړۍ بشپړه مسلمانه وه؛ یوازې د خدای جل جلاله د وحدانیت خبرې کېدې، یوازې د توحید کلمه وه، کلیسا چوپه وه، مندر مات و، بوتان را نسکور وه، غوايي ته سجده نه کېده، د اور عبادت نه و، چیغې یوازې د اسمانونو خالق ته وهل کېدې، مرسته مو یوازې له خدایه غوښته، خیر او شر مو یوازې د لوی خدای ج فیصلې بللې. هغه وخت چې نړۍ د جهاد په څپو کې وه؛ هره غزاء د خدای ج لپاره وه، شهادتونه ویاړونه و، مېړنیو په سلګو له خدایه غوښتل، جهاد اعزاز و، که به څوک له غزاء پاته کېدل لوی عار او شرم به بلل کېده، جهاد ته تږي و، پل په پل د جهاد سنګرونه و، معرکې تودې وې، د جهاد نغارې غږېدې، د کتب علیکم القتال فریضه ادا کېده. هغه وخت چې نړۍ په اسلامي انګېزې سمباله وه؛ هر زلموټی په اعداد بوخت و، اعداد و چې تل به سپاهیان د کفر پر څټونو ور ختل، ځوان نسلونه په یوه اسلامي عقیده سمبال و، د ماډرنیزم او ډیموکراسۍ سېلۍ لا نه وه را الوتې، د ځوان نسل عقیدې مظبوطې وې، اتلس کلن محمد به هندو فتح کاوه، هر ځوان طارق او بدر مغیره و. يه! تاریخه اندلسه!! مونږ په خپل تېر برم پسې خفه شوي یو، مونږ تېر اسلامي جلال غواړو، را وګرځه، بیا را وګرځه!! دا ځوانان هغسې د غزاء سپاهیان کړه، شهادت بیا سعادت وګڼه، د بتانو راج مات کړه، بیا را وګرځه!!
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start