View in Telegram
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس، د افغانستان د درملو ټولنې مرستیال او یو شمېر صنعتکارانو د ځمکې د ویش پروسې په اړه د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس حمیدالله خادم، د افغانستان د درملو اتحادیې مرستیال حاجي عبدالناصر امین او یو شمېر صنعتکارانو په دې لیدنه کې د صنعتي ښارګوټي د فعالیتونو او شته ستونزو په اړه راپور د هرات له والي سره شریک کړ او غوښتنه یې وکړه چې د صنعتي ښارګوټي د پنځم فاز د ځمکو د ویش پروسې لپاره دې اړینې اسانتیاوې برابرې شي. له بلې خوا، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار، په دې ناسته کې د خصوصي سکتور او صنعتکارانو هڅې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره وستایلې او د صنعتي ښارګوټي د موجودو ستونزو د حل په اړه یې ټینګار وکړ. هغه همدارنګه د ځمکې د ویش پروسې د شفافیت ډاډ ورکړ. #د_کورنیو_چارو_وزارت #د_هرات_ولایت_مقام #د_مطبوعاتو_دفتر https://t.center/Heratwolayat
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily