View in Telegram
د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي فاز د استملاک شویو ساحو د پیسو ورکړې پروسه بشپړه شوه او د زیانمنو شویو کسانو لپاره د ۱۴۱ میلیونه افغانیو تاوان تادیه وشو! د ټولګټو وزارت او د ځمکو عمومي ریاست استول شوې پلاوي د هرات د ټولګټو رئیس په ګډون د شیخ مولانا اسلام‌جار سره په لیدنه کې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي فاز د استملاک ساحو د پیسو ورکړې راپور د هرات له والي سره شریک کړ. د راپور له مخې، د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي فاز استملاک شوې ساحې د غوریان ولسوالۍ په سیمبول، روج، جنگان او د زنده جان ولسوالۍ په شاده، ممیزک، دایمه سعید نعیم، سنگ بست، ده سرخ او رباط پریان کې موقعیت لري. د ارزونو پر بنسټ، ۱۳۵ هغو کسانو ته چې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ په مسیر کې یې شخصي ملکیتونه زیانمن شوي، د ۱۴۱ میلیونه ۶۴۶ زره او ۱۷۱ افغانیو د جبران خساره پیسې ټاکل شوې وې، چې له دې جملې ۱۰۶ کسانو ته د ۱۲۸ میلیونه ۵۷۳ زره او ۸۱۳ افغانیو پیسې په عادلانه او شفاف ډول د اسنادو پر بنسټ ورکړل شوې دي. همدارنګه، ۲۹ کسانو د پروسې پر مهال د نه شتون له امله خپلې جبران خسارې چې اندازه یې ۱۳ میلیونه ۷۳ زره او ۳۵۸ افغانیو ته رسېږي، ترلاسه نه کړې. په همدې حال کې، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د دې پروسې د بشپړولو لپاره د یاد پلاوي او اړوند مسئولینو د هڅو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د تقدیر لوحې ورکړې. #د_کورنیو_چارو_وزارت #د_هرات_ولایت_مقام #د_مطبوعاتو_دفتر https://t.center/Heratwolayat
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily