علم
..............
علم عنوان د شریعت دی
علم حکمت دی فقاهت دی
علم یو نور دی دانائي ده
علم د رب(ﷻ) ذاتِ صفت دی
علم فرقان د تور او سپین دی
علم ملجاء له ضلالت دی
علم دخدای(ﷻ) عظیم نعمت دی
علم تګ لاره د جنت دی
علم د ښکلي مینې تُخم
علم مبدأ د محبت دی
علم د هر طاغوت په وړاندې
علم جهاد دی او سیاست دی
علم د خوږ رسول الله بس
د واړه ژوند سیرت صورت دی
علم عادل عماره ښکلی
علم د ژوندانه زینت دی
"'ش""م"' عادل عمار