ډیرو هلکانو ویل چې د موټک یعنې لاس په واسطه شهوت پوره کولو زیانونه څه دي او څنګه ځانونه ترې خلاص کړو...؟؟ د لاس په واسطه د شهوت پوره کولو زیانونه او له دې څخه د خلاصون لارې چارې!
لومړی برخه زیانـونه:
۱/ د حافظې کمزورتیا ۲/ د ملا درد او کمزوري کېدل ۳/ د وزن له لاسه ورکول(ډنګر کېدل) ۴/د نظر کمزوري کېدل ۵/ جنسي کمزورتیا ۶/ د بدن دفاعي ځواک کمزوري کېدل ۷/ د مخ او پوستکي خرابېدل ۸/ د سپرمونو کموالی( بې اولادي) ۹/ ستړیا او د ناراحتۍ احساس ۱۰/ سر دردي او د وینې غیر نورمال فشار ۱۱/ د پښتورګو خرابېدل ۱۲/ د وینې کموالی ۱۳/ د هډوکو کمزورتیا ۱۴/ په دنیا او اخرت کې رسوایي او شرمنده ګي
دوهمه برخه د خلاصون لارې چارې:
۱/ په هر وخت کې الله (ج) حاضر ګڼل ۲/ د نظر حفاظت کول ۳/ یوازې نه پاتې کېدل ۴/ غلط فکرونه نه کول ۵/ د الله (ج) ذکر کول ۶/ لوڅ فلمونه او ويډیوګانې نه کتل ۷/ ورزش کول ۸/ د شپې له خوا د ویده کېدو پر مهال مسنون اذکار کول ۹/ واده کول، که د واده توان ونه لرې نو روژې نیول ۱۰/ د دې مرض د خلاصون لپاره کلکه او قوي اراده کول...
حامله ښځې سره کوروالی تر نهمی میاشتی پورې کولای شو ، خو د زنانه وضعیت ته په کتو به کوروالی کوو ، کله چې ښځه حامله شي نو نارینه ته پکار ده چې په ډیر احتیاط سره کوروالی وکړي ، ډیر زورونه ، انګریزی پاټونه ، او سرچپه کارونه دې ورسره نه کوی ، ځکه چې دا یی ماشوم ته زیان رسوی ، کله چی پوه شوﺉ چې زنانه حامله ده نو کوروالی د دې لپاره وکړﺉ چې صرف خپل شهوت په عادی توګه رفع کړﺉ . ښځه حامله شي نو په هغې باندې له پاسه څملاستل ښه نده ځکه چې ماشوم ته زیان رسیږي .
که تاسو چیرته خپله ښځه خوشحاله وساتله نو د هغې د نس دننه حمل یعنی ماشوم به هم خوشحاله وی ، او که چیرته خفګان او ظلمونه ورباندې وکړﺉ نو هغه ماشوم باندې هم تاثیر کوي. مینه وکړﺉ او مینه وویشۍ ، دا دوه ورځې دنیا ولاکه په خفګان ارضي .
د تناسلی الی نه پورته کیدل او یا ډیر وخت دجماع قابل نه پاتی کیدو ته جنسی کمزوری وایی، او دغه دغه مشکل په سړو کی د عمر په زیاتیدو سره زیاتیږی، خو سړی په مکمل ډول د جنسیت څخه نه عاجز کیږی، او د جنسی مشکلاتو باره کی اکثر خلک د ډاکټرانو نه حیاء کوی او ډاکټر په خپل مشکل نه خبروی، او کله جنسی کمزوری د نورو مرضونو له امله پیدا کیږی، لکه د وینی ځنی رګونه بندیدل داعصابو کمزوری، او دشوګر مرض، که ددی مرضونو لپاره ډاکټر ته مراجعه ونکړی شی نو دا مرض به بی معالجی پاتی وی. ډاکټر خو به د جنسی کمزورۍ لپاره مختلف علاجونه ښایی خو د ډیرو خلکو لپاره به ښه علاج تمرین (سپورټ) کول او وزن کمول، او دسګرټو نه ځان ساتل وی.
دجنسی کمزورۍ اسباب: ١- د وینی د فشار د دوا خوراک. ٢- الکحل، سګرټ، او هر قسم نشه. ٣- ذهنی تشویش. ٤- کورنی اختلافات او دښځی سره جنګونه. ٥- اقتصادی مشکلات. ٦- پشتورګو ګرمایش. ٧- د ځکر مرضونه. ٨- دمثانی جراحی عملیات کول. ٩- داپریشن په ذریعه هګۍ لری کول. ١٠- دلیزر په ذریعه دمثانی عملیات کول.
دپورته ذکر شوو اسبابو له امله سړی په جنسی طور کمزوری کیږی، کله چی دغه اسباب موجود شی د سړی تناسلی اله د جماع په وخت کی شخوالی نه لری او جنسی کمزوری ورځ تر بلی زیاتیدل سی کورنی اختلافات، اقتصادی مشکلات، ذهنی تشویش او هم جنسی کمزوری لامل کیدلی سی او که د خوب وخت کی هم پورته نه شو نو بیا د یو ډاکټر سره مشوره پکار ده.