Смотреть в Telegram
نظـــــم ــــــــ ته چي لاړې له هغې ورځې راهیسي پخپل ځان بې عتبارې راڅخه ڪیږي لڪه لویه حادثه چي مي وي ڪړې لاس، پښي مي مسلسل غورځي لړزیږي ته چي لاړې له هغې ورځې راهیسي زه ورک شوی یم له خپلې زندګۍ نه! دڪور ڪلي خوشحالي راپسي اور د سوې چیغې مي راوځي له مرۍ نه. ته چي لاړې له هغې ورځې راهیسي زما هره هیله سوځي او قتلیږي دځوانۍ هوس زره راپڪښي نسته ورځ او شپه راباندي مرگ غوندي تیریږي ته چي لاړې له هغې ورځې راهیسي زړه مي موړ دی لدې درست لویي دُنیأ نه. د ژوندون ڪولو هیڅ دلیل مي نشته ځانته مرگ غواړم په هر لمانځه اللهﷻ نه ته چي لاړې له هغې ورځې راهیسي ورځ ڪي سل قرطه مرمه، رغیږم سلامت یم مگر زړه مي ڪوي څړیڪې هره شپه دي په یادونو ڪښي ورڪیږم ته چي لاړې له هغې ورځې راهیسي محروم شوی یم له هر رنګې خوښیوو دیأرانو دقطار وم خو اوس نه یم. بې منزله لاروی شوم دسپرلیوو.! ته چي لاړې له هغې ورځې راهیسي بندیوآن یمه پداسي یوه جال ڪې جدايئ باندي یي ډنډې سترگې ژاړم داصحنه لیدلی نشمه سریال ڪي ته چي لاړې له هغې ورځې راهیسي زه هغه نه یم چي مخڪي وم لتانه ته دلیل یي ددې ټولو عذابونو زه په زړه کې ازآر نڪوم دچانه
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств