*الله عز وجل وایي* زه د خپل بنده په ګومان باندې یم بنده چې کوم ډول ګومان پر ما کوي هماغه ډول ورسره کوم که بنده وایي: چې رب زما مدد نه کوي دعاوې مې نه قبلوي همدا زه یې نیولی یم او پر ما مشکلات راولي ، نو الله عز وجل یې په ریښتیا مدد نه کوي او مشکلات پرې نو هم زیاتوي، او که کوم بنده په رب ښه ګومان لري او وایي: چې زما رب زما سره دی، د هر مشکل حل کوونکی مې دی ، زما غږ اوري او تل یې زما مرسته کړې هره دعا مې قبلوي، رب عز وجل د بنده د ښه ګومان په وجه یې په ریښتیا مرسته کوي او د بنده هر ډول هیله او ارمان پوره کوي. *نو دا هم یاد کړئ چې تل په رب ښه ګومان ساتئ بیا وګورئ چې څنګه تاسو وغواړئ هماغه ډول به پر مخ ځئ ان شاءالله!🤍✨🤲🏻