View in Telegram
لاندې عکس ته په ليدو: کله چې زمری د خپل ژوند کیسه کوي، نو يوازې د خپل بريا او چالاکۍ په اساس هغه تعریف کوي. لکه څومره په تکليف او ستړيا مې د غرڅې/يا هوسۍ ښکار وکړو، ځان مې موړ کړو، خپل ژوند مې بچ کړو، نو چې کله خپل د ښکار داستان بيانوي، نو انسان  یې  په اوريدو خوشحال شې. او کله چې همدا کيسه د هوسۍ له خولې واورئ.! نو هغه به وايې چې څومره په سختۍ مې ځان له ښکار کيدو ساتلئ، يا که همدا هوسۍ ښکار شي د زمري، نو انسان ورته خپه شي. نو مطلب دا دې چې څوک کيسه کوي، او په کوم ډول يي کوي او حقيقت څه دي، يو طرفه قضاوت څه وي، ځکه د هر طرف داستان د هغه له نظره بيان کيږي. #نو له پوسټ مې مطلب دادي چې هميشه د چا په خبرو باور مه کوئ او هيڅ وخت يو طرفه قضاوت مه کوئ. هر څه په خپل فکر اؤ شعور کې تحليل کوي اول بيا قضاوت کوئ... #خپل_نظر #عابد_روان 🚶
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily