View in Telegram
روان
يوه پوښتنه: آيا تاسو کې داسې څوک شته چې د روپيو سره مينه نه لرئ ؟ که وي دليل ووايئ...
آيا په تاسو کې داسې څوک شته چې له پيسو سره مينه نلري.!؟


او په څه دلیل، که دليل يې واضح کړئ.؟




د پیسو په ارزښت کې پټ حقیقت.

پیسې! یو کوچنی کاغذ، خو د ژوند د بې شماره اړخونو یو لوی ځواک دي هغه کاغذ چې انسان جوړ کړي خو نن سبا ان انسان پرې پلورل کيږي، په يو کتاب کې مې لوستي وو ،
پيسې داسې مثال لري، لکه ډيټول دي ژوند(99%)سلنه ستونزې او مشکلات پرې له منځه ځې.

خو ځينې وخت خلک په جهر/ښکاره وایي؛
چې د پیسو سره مینه نه لري، خو که د ژوند هره پرده پورته کړو، نو دا حقیقت به څرګند شې، چې د دې کائناتو هره څپه او د ژوند هره اړتیا د پیسو په تله کې تلل کېږي.

هغه کسان چې وایي پیسې مهمې نه دي، ډېر وخت یا یې ترلاسه کولو ته نه رسېږي، او یا یې د نه درلودلو تسلي پخپلو خبرو کې لټوی، خو داسې خلک بيا د ژوند په مسیر کې د ګنو اقتصادی ستونزو سره مخ وي، داسې خلک هم شته چې د هغوي لپاره پولې واحد پيسې نه وي بلکې مهرباني خوښې، او سکون وي، مګر! حقیقت دا ده، چې هر څوک د ژوند د ځغاستې په دی سیالې کې د پیسو اړتیا محسوس کوي،
ځکه چې د یوې مړۍ ډوډۍ، د ژوند یوه خندا او د یو خوب تعبیر، د درد د آرام لپاره درمل هم د همدې کاغذي کرښو سره تړاو لري.

په کل کې شايد پیسې هرڅه نه وي، خو د ډېرو شیانو لپاره د پيسو درلودل اړین او شرط دي.


د پیسو نشتون د انسان ډېرې هيلې او اميدونه خاوری کوي او د خزانه د پاڼو په شان رژيږی، او د انسان د ځواک د کمزورۍ لامل کيږي، ان نن سبا شخصيت، ارزښت، مينه ،دوستي ملګرتيا او خپلوالې هرڅه د پيسو پورې نغښتي، هغه کسان چې وایي "پیسې مهمې نه دي"، هغوی ته وخت ښايي چې حقیقت د خپلې بې وسۍ تر شا پټ نه شي پاتې کېدای. ځکه چې په دې نړۍ کې هرڅه يو قيمت لري،چې د اخيستو لپاره يې تاسو بايد پيسې ولري.

پیسې د ژوند اړتیا ده، نه د ژوند معنا؛ خو د اړتیاوو نه انکار کول
په حقایقو سترګې پټول دي. د پیسو د ارزښت منل زموږ د ژوند یو اړین درک دی، ددې کاغذ په مرسته تاسو کولای شې د خپلو هيلو او اميدونو مسېر ودان کړي، او خپل خوبونه پرې د حقيقت په هنداره کې ووينئ.



#خپل_نظر
#عابد_روان🚶
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily